د غوره ارزونې لپاره غــوره معــيارونـه

د ارزونـې اصــلاح شــوي معيارونه د کاروونې لپاره تعريفونه او اصول

په دې سند کې د اقتصادي مرستې او پراختيا سازمان (OECD)، د پراختيايي مرستو کميټې (DAC) د پراختيا د ارزونې شبکې (EvalNet) له خوا په ۲۰۱۸-۲۰۱۹ کې ددې سازمان د ارزونې د تعريفونو او معیارونو د کارونې د بیاکتنی او اصلاح بهیر شرح شوی. په دغه سند کې د اړوندتيا، اغيزمنتيا، ګټورتيا، اغيز او پايښت لپاره اصلاح شوي تعريفونه وړاندې شوي دي او همدارنګه يو نوی معیار، همغږي، هم پکې ورزيات شوی دی. په دې سند کې دا هم بيان شوي چې څرنګه دغه معیارونه په کره توګه وکارول شي، او همدارنګه دغه معیارونو د مداخلې (پروژې/پروګرام) وضعيت او د کاروونکو د اړتيا له مخې عیار شي. دغه اصلاح شوي تعريفونه او اساسات پر معیارونو د نړېوالو مشورو پايله ده. همدارنګه په ارزونه کې ددې معیارونو د کارونې بیاکتنه هم شوي ده. له مشورو وروسته، د پراختيا د ارزونې شبکې غړو او د ارزونې بهرنيو کارپوهانو د اصطلاحاتو د څوو مسودو بياکتنې ترسره کړي دي. اصلاح شوي تعريفونه اوس لاروښانه دي او د انډولتيا او برابرۍ او همغږۍ په ګډون د اوسنيو پاليسيو لومړيتوبونو مطابق ډير کره، بشپړ تحليل وړاندې کوي. دغې بیاکتنې د اصطلاحاتو ترينګلتيا له منځه وړې ده، او دا کار د معیارونو د اړونده کارونې د موخو او د لارښوونې د اساساتو په معرفي کولو سره ترسره شوی دی. د سند د تائيد او خپلونې وروسته به د معیارونو د پلې کيدو تفصيلي لارښود په يو بيل سند کې چمتو شي.

25 nov. 2021 21 pages Pachto Egalement disponible en : Espagnol, Chinois, Néerlandais, Français, Russe, All

https://doi.org/10.1787/d15cdc7a-ps 9789264801851 (PDF)

Auteur(s) : OCDE